برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۴ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دیوی بندي وفات دپکتیا په زندان کی

آریانانیوز: د پکتیکا ولایت په مرکزي محبس کې یو بندي د درملنې نه ترلاسه کولو له امله وفات شوی دی
د پکتیکا د مرکز ښرنې د مدنې ټولنې غړي وايي، وفات شوی بندي عبدالغني د زرشک ځوی ددې ولایت د ارګون ولسوالۍ «دمګړ» کلي اوسېدونکی په مرکزي محبس کې له تیرې څه مودې راهیسې ناروغ ؤ
د ټولنې غړو رسنیو ته ویلي، دغه ناروغ بندي یې د مرکز ښرنې روغتون ته راوستلی ؤ، چې ډاکټرانو یې له درملنې څخه ځانونه ناچاره وګڼل او سپارښتنه یې وکړه، چې ژر ترژره کابل انتقال شي؛ خو د محبس چارواکو ورته په بیلابیلو پلمو اجازه نه ورکوله، تردې چې نوموړي بندي تیره ورځ خپل ژوند له لاسه ورکړ
د طالبانو د بندیانو چارو کمیسیون هم دغه پېښه غندلې او له نړیوالو بشري سازمانونو یې غږ کړی، چې د افغان دولت په زندانونو کې له بندیانو سره د روان زور زیاتي په اړه خپل مکلفیت ترسره کړي: «د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون له بندیانو سره د کابل ادارې د چارواکو بې غوري او په قصدا د مرګ خولې ته ورکول په کلکه غندي او له نړیوالو بشرپالو نهادونو او سازمانونو څخه یوځل بیا په کلکه غوښتنه کوي چې د کابل ادارې په زندانونو کې د روان وحشت او ظلم د مخنیوي لپاره خپل انساني مکلفیت ادا کړي
په ورته وخت کې د پکتیکا ولایت مدني فعالان هم حکومت تورنوي، چې د بندیانو روغتیا او ژوند ته هیڅ ارزښت نه ورکوي، دوی خبرداری ورکړ، که حکومت په دې اړه بې توجهي وکړي، ښايي ولس ددې ناوړه حالت په وړاندې پاڅون وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي