برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۴ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دکورنیو چارو وزارت اوه سوه کارکونکی له دندو لیرې کړل

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت ۷۰۰ کارکوونکي له خلکو سره د ناسم چلند، له خپلو دندو ناسمه ګټه پورته کولو او اداري فساد له امله له دندو ګوښه شوي دي.
دکورنیو چارو وزارت امنیتي معین عبدالصبور قانع وايي، د دغه وزارت په چوکاټ کې یې د اداري فساد او د پولیسو له لوري له خلکو سره د ناوړه چلند د مخنیوي په موخه یې یو ریاست جوړ کړی او په ګوښه شویو خلکو کې لوړ پوړي او ټیټ پوړي مسوولین دي.
دی وايي، د دغه ریاست له جوړېدو راهیسې یې د خلکو شکایتونه اورېدلي، چې له امله یې ۷۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه شول.
نوموړی وايي، د نوي ریاست تشکیلات کم دي؛ خو د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې به د دغه ریاست کارکوونکي د پولیسو په لیکو کې په دندو وګماري.
نوموړي همدا راز وویل، د کابل ښار د امنیت لپاره جدي کار کوي او ټولو هغو حوزو مسوولین به له دندو ګوښه کړي، چې په سیمه کې یې جنايي پېښې وشي.
د کورنیو چارو وزارت داسې مهال خپل ۷۰۰کارکوونکي له دندو شړي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په کابل کې امنیتي وضعیت خراب شوی او هره ورځ پکې جنايي پېښې کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي