برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دکرونا ویروس له خپریدوپه دلیل حکومت د روژې تر پایه محدودیتونه وغځول

آریانانیوز: ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د کورونا وېروس خپرېدو په موخه لګول شوي، محدودیتونه د روژې میاشتې تر پایه غځول شوي دي. د ارګ له لوري په یوه ټویټر پیغام کې ویل شوي، د کابینې په غونډه کې پرېکړه شوې چې پر ګرځېدو راګرځېدو محدودیتونه او له پلازمېنې کابله ولایتونو ته او برعکس د الوتنو توقیف لړۍ هم د روژې میاشتې تر پایه پورې غځول کېږي
په پیغام کې دغه راز راغلي چې د کابینې غونډې د ۱۳۹۹ کال په بودیجه کې تعدیلات منلي او دغه راز یې له کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره له عامې روغتیا وزارته د بشري منابعو استخدام پلان هم تصویب کړی دی
د یادونې ده چې په بودیجه کې تعدیلات هم د کورونا وبا سره د مبارزې له کبله شوي.
بل لور ته په کابل کې د بي بي سي خبریاله ملایکه احمدزۍ د افغان چارواکو له قوله وايي، دغه هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۱۷۹ تازه پېښې ثبت شوې دي، ۴ کسان له همدې کبله مړه شوي او ۲۱ کسان له ناروغۍ رغېدلي دي
په ثبت شویو شمېرو کې تر ټولو لوړه شمېره د پلازمېنې کابل ده چې ۷۵ تنه دي. په ټول په په هیواد کې له پیله تر دې دمه ۲۴۶۹په کورونا وېروس اخته شوي دي
په داسې حال کې چې د کرونا ناروغۍ له کبله رامنځ ته شوې بې روزګاري کابل کې ډېر کسان د لوږې تر حده رسولي، اړوند چارواکي وايي، یو شمېر کورنیو سره د مرستې لړۍ روانه کړې
د کورونا پر وړاندې د مبارزې بېړنۍ کمېټه چې مشري یې د کابل والي کوي وايي، دولت تر خپله وسه له اړمنو سره مرسته کوي. د کابل والي ویاند ناصر مهري بي بي سي ته وویل
ډېر ژر به له پنځو زرو زیاتو بې وزلو کورنیو ته څه باندې ۵ قلمه خوراکي توکي وویشل شی . خو د مرستې دا شمېر چې ښاغلي مهري یې یادوي د کابل په نژدې ۵ نیم میلیونه وګړو کې ډېر څرګند نه ښکاری او رسمي شمېرې ښيي چې ۲۴ سلنه خلکو هیڅ روزګار نه لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي