برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دوه ځله رایه ورکوونکی لپاره به تر یولک افغانیو جریمه

آریانانیوز: د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې له يو ځل زيات رايه ورکول قانوني جرم دی او مجرم به له پنځوس زرو تر يو لک افغانيو جريمه شي.


د ټاکنو کميسيون مشر وايي عبدالبديع صياد وايي چې په راتلونکو ټاکنو کیدای شي يو نوماند خپل پلويان وهڅوي
چې څو ځل رايه ورکړي، خو که د پوليسو له لوري وپيژندل شول نو جريمه به ورکوي.
د تاکنو کميسيون مسؤلينو تر دې وړاندې ويلي وو چې دوی به د رڼو او شفافو ټاکنو د ترسره کولو هڅه کوي.
د تيرې پنجشبنې په ورځ چې ۴۴۰۰ د بايوميترک ماشينونه د دولت له لوري د ټاکنو کميسيون ته وسپارل شول، په اړه يې ويل شوي وو چې ددغه ماشينونو پرمټ نشي کولای چې څوک دوهم ځلي رايه ورکړي.
خو د ټاکنو د خپلواک کميسيون تازه څرګندونې ښيي چې د بايو ميټرک ماشين له استعمال سره سره بياهم شونې ده چې په ټاکنو کې جعل کاري او فساد وشي.
دا ځل د ټاکنو د کميسون له لوري ۵۰۰۰ تنه څارونکي هم ګمارل شوي دي چې د ټاکنو په ورځ د رايې اچونې مرکزونه له خپل کنټرول لاندې وڅاري.
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې زورواکي او قانون ته نه احترام هغه څه دي چې له امله يې جرمونه زيات شوي دي او قانون په سمه توګه نه تطبيقيږي.
د ولسي جرګې د ټاکنو په لومړۍ ورځ هم ۵۲ نوماندانو د ټاکنو او ټاکنيزيو سياليو د قوانينو څخه د سرغړونې په تور جريمه شول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي