برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دوستم په رسمي توګه مارشال شو

آریانانیوز: دیوراپورله مخی جنرال عبدالرشید دوستم ته په رسمي توګه د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه او نوموړی د افغانستان دریم مارشال شو
دغو مراسمو کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله او ځینو سیاسي څېرو ګډون کړی وو
د ولسمشر غني د دفتر رییس، شاکرګارګر عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکړې فرمان ولوست
په فرمان کې راغلي:«د هېواد سیاسي شخصیت عبدالرشید دوستم ته د هېواد کې د سیاسي بندون هواري، ثبات تامین او خدمتونو لپاره د مارشالۍ رتبه اعطا کوم
دغو مراسمو کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس وویل چې افغانستان اوس مهال حساس او خطرناک پړاو کې دی
ده وویل چې له یوې خوا هېواد کې د سولې لپاره هڅې روانې دي او له بلې خوا د تاوتریخوالیو کچه لوړه شوې ده
عبدالله عبدالله همداراز زیاته کړه چې د بندیانو تبادلې موضوع به هواره شي او سولې ته د رسېدو لپاره باید هېڅ پلمه پاتې نشي.

شریک یي کړئ!