برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳۰ تیر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

دوستم : غني او ناټو له موږ سره خیانت وکړ

د افغانستان د اسلامي جنبش مشر مارشال دوستم وايي، چې طالبان يې نه دي ماتې کړي، بلکې ناټو له افغانستان سره خيانت وکړ.


ښاغلی دوستم د طالبانو په لاس کې د افغانستان د سقوط د یو کال کلیزې په مناسبت وايي چې اشرف غني او ناټو هغه ته د جګړې واک نه دی ورکړی او  ملاتړ یې نه دی کړی.

هغه په ​​یوه غږیز پیغام کې خپلو قوماندانانو ته وايي چې مه ناهیلي کېږئ؛ ځکه په جګړه کې ماتې او بریاوې شته.

په دغه پيغام کې د جنبش ګوند مشر ويلي، چې د جمهوري رياست د سقوط په وروستيو ورځو کې يې ولسمشر غني ته وړانديز وکړ، چې هغه د جګړې د عمومي قوماندان په توګه وټاکي، خو غني ونه منله.

په بلخ کې د جمهوري ریاست د سقوط په وروستیو ورځو کې ښاغلي دوستم د عطا محمد نور او محمد محقق په ګډون د طالبانو پر ضد ایتلاف جوړ کړ. خو دوی مقاومت نشو کولی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي