برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۹ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دوحې غونډه په یوه لېرې خلیجي هېواد کې منظم پلان شوی کنفرانس

آریانانیوز: طالبانو د حکومت له لوري د قطر دوحې کنفرانس ته د ورتلونکي افغان پلاوي په دومره اوږده لیست نېوکه کړې او ویلي یې دي چې، د کابل لیست جوړونکي باید درک کړي چې دا په یوه لېرې خلیجي هېواد کې منظم پلان شوی کنفرانس دی، نه په کوم هوټل کې د واده او یا کوم بل مناسبت میلمستیا.
وسله والو طالبانو رسنیو ته په لیږلې خبر پاڼه کې ویلي چې:” دا چې د کابل ادارې په یاد کنفرانس کې د ۲۵۰ کسانو د ګډون لیست خپور کړی دی، د قطر کنفرانس تظیمونکي یوازي له کابله د دومره ډېر شمېر کسانو د منلو پلان نه لري، او نه هم په دې ډول کنفرانسونو کې دا ډول ګډون دود دی”.
په اعلامیه کې راغلي،:” د دا ډول لیستونو له ترتیب او نشر څخه ښکاري چې حکومت د سولې په برخه کې د ورته غونډو له جوړیدو څخه ویره لري او په لوی لاس غواړي چې د سولې هڅې ګډوډي کړي”.
وسله والو طالبانو ویلی چې په دغو کنفرانس کې به کم شمېر سیاسي او قومي مشران ګډون وکړي نه د حکومت د خوښي ۲۵۰ کسان.
دا په داسي حال کې دی چې افغان حکومت پرون د حمل وري په ۲۷ مه د قطر په کنفرانس کې د ګډون لپاره د ۲۵۰ کسانو نوملړ خپور کړ.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي