برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۸ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دعمران خان دڅرګندونی په اړه دحامد کرزی مطبوعاتی اعلامیه

آریانانیوز: زمونږدهیوادپخوانی اولسمشرحامد کرزی دیوی اعلامیی په خپرولوسره دپاکستان دصدراعظم وروستی څرګندونی دافغانستان په داخلی چاروکی ښکاره لاسونه وبلل.


دهیواد پخوانی اولسمشرحامد کرزی په یوی اعلامیی کی څرګنده کړه.چی دپاکستان صدراعظم عمران خان وروستی څرګندونی په افغانستان کی دموقت حکومت جوړول په اړه زمونږدهیوادپه داخلی چاروکی ښکاره لاسوهنه ده.

حامد کرزی دافغانستان پخوانی اولسمشردعمران خان دڅرکندونی په غبرګون سره وایی.

مونږدګاوندی هیوادونوسره دمتقابل احترام پراساس دنیکواوپایدارواړیکوغوښتونکی یوو.

اوپه دی اړه دپاکستنان اونورروهیوادونوڅخه غواړو.چی دښه نیت او دوه اړخیزه احترام په درلودلوسره په مختلفوپلمولکه دموقت حکومت دجوړولووړاندیزاویادټولټاګنی په اړوونده مسئایلودافغانستان په چاروکی دلاسوهنی څخه ډډه وکړی.

دپاکستان صدراعظم وئیلی وو.دافغانستان دسولی په بهیرکی دموقت حکومت جوړول یومناسب حل لاره ده.

همدارنګه دوحدت ملی حکومت یی دافغانستان دسولی په بهیرکی دننګولوپه جوړو لو تورن کړ. او وویل چی طالبانودسولی دراوستلولپاره چمتودی.

خوحکومت دهغه په وړراندی ستونزی رامنځته کوی.

داپه داسی حال کی دی.جی حنیف اتمرداملسمشریزی ټاګنی نوماند هم دعمران د څرکندونی په وړاندی دریځ نیولی اوهغه یی ردکړی ده

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي