برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۷ حوت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دطالبان او امریکا تر منځ هيڅ ډول پټ اسناد نشته

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، له امریکا سره په شوي تړون کې هيڅ ډول پټ اسناد شته او په دې اړه خپاره شوي راپورونه د مغرضو کړیو کار دی
دغه څرګندونې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر لیکلي، نوموړي ویلي «زمونږ او د امریکا ترمینځ هیڅ ډول پټ اسناد نشته. یوه توافقنامه ده چې په مطبوعاتو کې راغلې او بل د توافقنامې تشریح ده چې د توافقنامې هر بند تشریح کوي اود تطبیق میکانیزم یا ضمایم بلل کیږي.
د شاهین په خبره، له دې پرته بل هیڅ داسې سند نشته، چې پټ دې ساتل شوي او د ځینو جعلي پاڼو له لوري په دې تړاو خپاره شوي راپورونه پروپاګند دی
یاده دې وي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د توافقنامې له لاسلیک وروسته، یو شمېر رسنیو راپورونه وکړل، چې ګواکي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، له طالبانو سره په شوي توافق کې دوه محرم اجرايي اسناد شته، چې دی یې یوازې کانګرس ته ویل غواړي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه