برخه -څانګه : accidents, afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۷ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دداعش ترهګری ډلکی ننګرهار پروني دبرید مسؤولیت ومانه

آریانانیوز: دغې ډلګې د دغه برید د مسؤلیت اخیستلو خبره د اعماق خبري اژانس سره کړې ده.



په دغه برید کې چې د ننګرهار هوایي ډګر ته نږدې په بهسود ولسوالۍ کې د «E.B.E» په نوم ساختماني شرکت وشو، د دې شرکت ۱۱ کارکوونکي وژل شوي دي.
تر دې مخکې د وژل شویو شمېر ۱۶ یادېده.
د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته وویل چې د یوه ټپي حالت ښه نه‌دی.
ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي: د کمپنۍ ۱۱ کارکوونکي شهیدان شوي، نهه تنه ټپیان شوي چې څلور ټپیان تر لومړنیو درملنو وروسته کورونو ته تللي، پنځه تنه تر درملنې لاندې دي چې د یوه تن حالت نازک دی.
دا حمله پرون سهار پنځو وسله‌والو د ننګرهار هوایي ډګر ته څېرمه پر «E.B.E» خصوصي ساختماني شرکت وکړه او پنځه سره بریدکوونکي د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي