برخه -څانګه : accidents, afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۵ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دحمید خراسانی نیول

آریانانیوز: دیولړ ریپورتونو په اساس حمید خراسانی د ( اسلامی مقاومت غورځنګ ) مشر نن کابل کې خاص پولیسو ځواکونو له لوری ونیول شو.



د آوا په ګزارش سره، ښاغلی خراسانی هغه وخت ونیول شو چی خپل هوادارانو سره غوښتل چی د ریاست جمهوری ټاکنو نامزدانو په لاریون کې کابل غازی استدیوم کې ګډون وکړی.
خراسانی هواداران د کابل هوایی ډګر جاده ته راغلی او پولیسو له لوری هغه نیول کیدو په وړاندی اعتراض کړي او د موتر ټایرونو په سوځولو سره د داخله وزارت څخه غواړی چی خراسانی آزاد کړی.
تراوسه هم داخله وزارت رسمآ ددی خبری په اړه څه نه دی ویلی.
حمید خراسانی د امرالله صالح سرپرستی په وخت کې داخله وزارت کې د هغو ۱۶ تنو څخه وو چی د ځمکو غصب، غیری قانونی اسلحو درلودلو، زوروینې او قانون په وړاندی بی اعتنایی باندی تورن دی.
په هغه وخت کې پولیس د امرالله صالح په امر د خراسانی کور محاصره کړ، خو هغه نیولو باندی ونه توانیدل. په هغه وخت کې خراسانی فیسبوک ته لایف راتلو سره امرالله صالح ته ناموسی ښکنځا وکړه.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي