برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۸ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دامریکا پوځی شتون دافغانستان د کړکیچ اصلی عامل

آریانانیوز: ولسمشر حامد کرزی په دغه هیواد کښې د امریکا د پوځیانو دشتون دوام د ناامنۍ او دکړکیچ اصلی عامل وباله .


کرزی چې دنړیوالې سولې په غونډې کښې د ګډون لپاره چین ته تللی دیوی مرکی په ترځ کښې وویل دامنیت دټینګولو په پلمه په افغانستان کښې د امریکا دشتون دوام نه یوازې دحالت په ښه کیدا سره کومه مرسته نه ده کړی بلکې په دغه هیواد کښې یې دناامنۍ او د تاوتریخوالی زیاتولو ته هم لمن وهلی ده .
پخوانی ولسمشر کرزی دامریکا دعسکرو شتون د خپل هیواد دخلکو لپاره بې نتیجې وباله او ویې ویل په افغانستان کښې امنیتی حالت د خلکو کړاو او مشکلات زیات کړی دی .
هغه وویل دافغانستان خلک په هیواد کښې دامریکا د اډو له جوړولو سره موافق نه دی .

شریک یي کړئ!