برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دامريکا لګښتونه نور بايد پاى ته ورسېږي

آریانانیوز: د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو ايستل له سولې تړون سره مشروط کړي او ويلي يې دي چې په افغانستان کې جګړه او لګښتونه نور بايد پاى ته ورسېږي.


ټرمپ دغه څرګندونې پرون په ټولنيزه شبکه ټويټر کې په خپل يوه پوسټ کې کړې دي، د افغان سولې په تړاو دامريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو تر پيلېدو وروسته دا پر دغې موضوع په يوه اوونۍ کې دامريکا د ولسمشر دويم ټويټ دى.
هغه زياته کړې : ((ماته د ولسمشر په توګه د افغانستان او سوريې ګند په ميراث کې پاتې شوى ، نه ختمېدونکې جګړې، بې حسابه لګښتونه او مړي راپاتې دي.))
ټرمپ ويلي،د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاين پر مهال يې ويلي و چې دا جګړې بايد نور پاى ته ورسېږي.
هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې دامريکا ځانګړي استازي د افغان جګړې پاى ته رسولو په موخه له طالبانو سره څو ځله خبرې کړې او ټاکل شوې ده، چې درې اوونۍ وروسته په قطر کې بيا له طالبانو سره خبرې وکړي.
د امريکا ولسمشر ويلي چې دوى هر کال په افغان جګړه کې ٥٠ ميليارده ډالره لګښت لري، خو اوس له ١٨ کلنو جګړو وروسته يې د سولې خبرې پيل کړې دي.
که څه هم نوموړي د خپلو ځواکونو د ايستلو مهالوېش نه دى په ډاګه کړى، خو څوځله يې ويلي چې خپل سرتېري به اوباسي.
په قطر کې له طالبانو سره د خبرو تر وروستي پړاو وروسته زلمي خليلزاد ويلي و چې په دې خبروکې د پام وړ پرمختګونه شوي، خو پر نورو ډېرو موضوعاتو چې په کې بين الافغاني مذاکرات او هر اړخيز اوربند شامل دى، لا خبرې پاتې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي