برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۵ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دافغانستان ژغورنې ایتلاف رسماً پرانیستل

آریانانیوز: کابل کې د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې دریو ګوندونو د افغانستان ژغورنې ایتلاف په نوم یو ګډ حرکت اعلان کړ.


دغه حرکت چې د جنبش، وحدت او جمعیت ګوندونو ګډوله دی، پرون رسماُ خپل موجودیت اعلان کړ.
په دې مراسمو کې د جمعیت ګوند اجراییه مشر عطامحمد نور حکومت ناکام او د ولس په ځورولو او وژلو کې پړ وباله.
هغه وویل د حکومت د امنیتي او نظامي کمزورۍ له امله په هېواد کې د وینو سیلابونه روان دي.
عطامحمد نور د ټاکنو اړوند هم د ګوندونو د طرحې هرکلی وکړ او په نړیوالې ټولنې يې هم غږ وکړ، چې د حکومت پر ځای دې د ولس لوری ونیسي.
نور وویل د دې ګډ ایتلاف کړنلاره به وروسته شریکه کړي.
څه موده وړاندې د دې ایتلاف غیر رسمي اعلان شوی و، خو له ترکیې نه د جنرال دوستم له راتګ وروسته يې پرون رسماً پرانیسته وشوه.
په دې غونډه کې د یادو ګوندونو د پلویانو تر څنګ د ګڼو ګوندونو مشران او پلویان برخه وال دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي