برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دافغانستان سره دقطرد روغتيايي توکو او تجهيزاتو مرسته

آریانانیوز: د قطر هيواد‌ له لوري د الغرافه الشيخ علي بن عبدالله بن ثاني آل ثاني خيريه بنسټ په واسطه له دولت سره دیومیلیونودری یوه ډالروپه ارزښت روغتیایی توکو او تجهیزاتومرسته شوې ده چې رسمآ روغتيا وزارت ته تسليم شول
دغه طبي او روغتيايي توکي او تجهيزات چې عبارت له 5 پايې پي سي آر ماشينونه, 7 پايې ونتلاتور ماشينونه, 6 پايي د اکسيجن ماشينونه, 10 پايي د سکشن ماشينونه , يوه پايه د اکسرې ماشين, پي پي کيټ او تشخيصيه کېټونه, او لسګونه قلمه نور روغتيایی توکي چې د کرونا سره د مبارزې او ضروري موادو څخه دي شامل دي
د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو برخې معين ډاکټر وحيد مجروح” د حکومت او افغان ولس په استازولۍ د قطر هېواد له بشردوستانه مرستو مننه او قدرداني وکړه , او دغه مرستې یې په اوسنیو شرايطو کې له روغتيا وزارت سره اساسي اړتيا وبلله .
ښاغلی “مجروح” هغې ناستې ته چې په دغه مناسبت جوړه شوې وه وويل په هيواد کې د کرونا ناروغي له پيله دولت يواځينی ملاتړی ده چې ټولې منابع او امکانات یې روغتيايي سکتور ته سپارلي وو , او دغه نوښت ددې سبب شو چې د قطر هېواد په شمول ګڼو هيوادونو د روغتيا وزارت سره مرستو ته تشويق شوي دي
ډاکټر “مجروح” قطر هيواد د افغان سولې, او نن یې په هيواد‌ کې د روغتيايي سیستم د لاتقويت او کرونا سره د‌مبارزې په برخه کې قوي ملاتړی هيواد ياد کړ او ويي ويل چې عامې روغتيا وزات به د قطر له لوري دغه مرسته شوي توکي په فراه , نيروز او دېته ورته نورو لرې پرتو ولايتونو کې دټيسټونو د چتک تشخيص او روغتيايي برخو کې د ظرفيت لوړونې , او همدارنګه د افغان جاپان او نورو روغتونونو د ناروغانو تدواي او دغه راز بسترو ناروغانو ته د دواګانو برابرولو په برخه کې ورڅخه استفاده وشي له بل طرفه په افغانستان کې د الغرافه خيريه بنسټ مسؤل ښاغلي شاهد جواد الرخه کرونا ناروغي دانسانانو لپاره يوه نړيواله ننګوونه بللې او د دوی له اړخه د شويو مرستو موخه یې په افغانستان کې د کرونا سره د مبارزې لپاره ګڼي , او په راتلونکي کې يې د خپل هيواد‌له ادرسه له افغانستان سره د لازياتو مرستو خبر ورکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي