برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۷ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دافغانستان خلک د فلسطین ملاتړ کوی

د افغانستان علماو او شخصیتونو دقدس په نړیواله ورځ د فلسطین له مظلوم ملته داسلامی امت په پراخ ملاتړ ټینګار وکړ .


د افغانستان داهل سنتو دینی عالم عبدالقادر قانت په کابل کښې د قدس دنړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت په یوې(۱) غونډې کښې وویل دافغانستان مسلمان خلک د فلسطینی د مبارزانو د مقاومت د خوځښتونو ملاتړ کوی او له اسلامی امت هم غواړی د فلسطین دملت په څنګ کښې ودریږی او د قدس شریف دملاتړ لپاره له هرې چارې استفاده وکړی .
هغه په دې خبرې ټینګار سره چې د نړۍ مسلمانان باید د فلسطین دمقاومت ډلو په ملاتړ کښې سستی ونکړی زیاته کړه دصهیونیسټ نیواکګرو پوځیانو په لاس د فلسطینی وړونو وژله بوږنونکی جنایت دی .
دافغانستان دپارلمان غړی مولوی رحمانی هم په دغه غونډې کښې خبرداری ورکړ که چیرې اسلامی نړۍ د فلسطین دمسلې په اړه بې تفاوته ووسی امریکا او صهیونیسټ رژیم به په« حرمین شریفین» هم تیری وکړی .
هغه د بیت المقدس دفاع د نړۍ دمسلمانانو دنده وبلله او ویې ویل له تل ابیب څخه قدس ته دامریکا د سفارت انتقالیدل د سعودی عربستان د ال سعود رژیم او د امریکا د پټ تړون نتیجه وه .
د افغانستان د ښځو دچارو د وزارت دمذهبی چارو سلاکارې میرمن« یاسمین سروری» هم په دغه غونډې کښې له تل ابیب څخه قدس ته د امریکا د سفارت په انتقالولو کښې د ولسمشر ترمپ اقدام د بشری حقوقو ښکاره خلاف ورزۍ وبلله او ویې ویل اسلامی امت باید دقدس چې د مسلمانانو لومړۍ قبله ده ملاتړ وکړی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي