برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۲ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دافغانستان او پاکستان ګډ استخباراتي مرکزونه جوړول

په کابل، اسلام اباد او د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان او افغانستان تر منځ ګډ استخباراتي مرکزونه جوړېږي.


د ځينو سرچینو درپوټ په اساس  د نظامي عملیاتوپه موخه  د افغان او پاکستاني پلاوو تر منځ په راولپنډۍ ښار کې پر دې هوکړه شوې، چې دواړه هېوادونه د معلوماتو د شریکولو لپاره ګډ استخباراتي مرکزونه جوړ کړي.
د سرچينې په وینا د دواړو هېوادونو په مرکزونو او پر ډېورنډ کرښه د دې مرکزونو له جوړوېدو بله موخه دا ده، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د جنګیالیو د تګ راتګ مخه ونیول شي.
ډېورند کرښې ته څېرمه استخباراتي مرکزونه په تورخم او چمن کې جوړېږي، چې د شکمنو فعالیتونو په اړه به له یو بل سره معلومات شريکوي.
افغان چارواکو وړاندې تر دې دعوه کوله چې طالب وسله وال له پښتونخوا او قبایلي سیمو څخه د جګړې لپاره راځي او پاکستاني مسؤلینو ویل، په پاکستان کې جنګېدونکي طالبان د افغان حکومت ملاتړ له ځان سره لري.
ټاکل شوې د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه سبا کابل ته راشي، هغه ته محمد اشرف غني د راتګ بلنه ورکړې.

شریک یي کړئ!