برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۳ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

داعش ډله په جوزجان کې

آریانانیوز: دیوراپورله مخی په جوزجان کې یوه باوري سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، له سلام‌وطندار سره په مرکه وايي چې د قوش‌تېپې ولسوالي د امنیې قومنداني سرپرست عزت‌الله وردم په‌دې ولسوالي کې داعش ډله تجهیزوي.



د سرچینې په وینا، داعش ډله د ولسي پاڅون کوونکیو له لیکو نه سرتېري جذبوي او که د یادې ډلې د فعالیت مخه ونه نیول شي، دا ولسوالي به د داعشیانو لاس ته ولوېږي.
په همدې حال کې د جوزجان یوشمېر مدني فعالانو سلام‌وطندار ته وویل چې په دغه ولایت کې د داعش ډلې د فعالیت دوام ورته د منلو نه‌‌دی او حکومت یې باید وځپي.
د جوزجان یو مدني فعال قادر پولاد وايي، په دغه ولایت کې وروستیو ناامنیو اندېښمن کړی او امنیتي ادارې یې باید د کابو کولو لپاره اقدام وکړي.
خو د جوزجان امنیې قومنداني سرپرست عبدالواحد وجدان وايي، په درزاب او قوش‌تېپې ولسوالیو کې د داعش ډلې د فعالیت په اړه ورته تراوسه رسمي راپور نه‌دی رسېدلی.
د نوموړي په وینا، په یادو ولسوالیو کې امنیتي او کشفي ادارې فعالې دي او د داعش ډلې د فعالیت موضوع یوازې یوه ګنګوسه ده.
بله‌خوا د قوش‌تېپې ولسوالي د امنیې قومنداني سرپرست عزت‌الله وردم له سلام‌وطندار سره په ټیلیفوني اړیکه کې پر ده لګول شوي تورونه بې‌بنسټه بولي او وايي، ځینې کړۍ یې د نوم بدولو هڅه کوي.
خو په قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو کې ځینې ولسي سرچینې مني چې داعش ډله په پټه توګه په دغه ولایت کې خپل فعالیت پیل او خپلې ډلې ته جلب‌وجذب کوي.

شریک یي کړئ!