برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ اردیبهشت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

داعش له پاکستان څخه افغانستان ته ننوځي

د طالبانو د دفاع وزارت وايي: داعش له پاکستان څخه افغانستان ته داخلیږي.


د طالبانو د دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ته د پناه ورکولو او د هغوی د ملاتړ په اړه د پاکستان د پوځ ادعا رد کړې او دا ادعا یې بې اساسه او له حقیقته لرې بللې ده.

د طالبانو د دفاع وزارت زیاته کړه: د افغانانو لخوا په پاکستان کې پر چینايي اتباعو وروستی برید هم حقیقت نه لري.

د طالبانو د دفاع وزارت زیاته کړه چې د داعش ترهګرې ډلې له پاکستان څخه افغانستان ته راننوتي او اسلام اباد باید په دې اړه ځواب ورکړي.

د يادونې ده، چې تېره ورځ د پاکستان د پوځ وياند ادعا کړې وه، چې په خيبر پښتونخوا کې ځانمرګى بريد چې په ترڅ کې يې پنځه چينايي انجينران ووژل شول، په افغانستان کې پلان شوى و.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي