برخه -څانګه : afghanistan, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۵ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

خلکو چهادره کې د پیل شویو عملیاتو ضد لاریون وکړ

آریانانیوز: د کندوز د چهاردرې ګڼو اوسېدونکو په دې ولسوالۍ کې د پیل شویو عملیاتو پر ضد لاریون وکړ.


دوی چې د حکومت پر ضد يې شعارونه ورکول، حکومتي ځواکونه پر ملکي وژنو او ځورونو ملامت کړل.
لاریون کوونکو ويلي چې د چهادرې په منګ تپه سیمه کې تر اوسه هوايي بریدونو کې څلور کورونه خاورې شوي چې پکې درې مېرمنې وژل شوي او یوه بله او زوی يې مرګوني ټپیان دي.
د لاریون کوونکو په وینا په عملیاتو کې په لوی لاس ملکي وګړي په نښه کېږ او په پوره بې رحمۍ سره ولسي کورونه له منځه وړل کېږي.
دا په داسې حال کې دی چې د کندوز تر څنګ کاپیسا، لوګر، ننګرهار او میدان وردګو کې ګڼ ملکي وګړي وژل شوي او ګڼ شمېر کورونه نړول شوي دي.
د ملي دفاع وزارت دعوه کوي، چې دوی د ملکي تلفاتو د ځينو پېښو څېړلو ته پلاوی ټاکي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي