برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

خارجي او داخلي يرغلګر

آریانانیوز: نور د دې ضرورت نشته چې موږ دې د برما او فلسطین د شهيدانو عکسونه خلکو ته وښایو او ورته د اسلامي امت مظلومیت داستان بيان کړو، اوس دلته هره ورځ برما او فلسطین جوړ وي، دلته هره شپه د یو کلي څخه شل او دیرش تنه ښځې او ماشومان د سفاکو داخلي غلامانو او د دوی د صلیبي بادارانو لخوا په مرمیو سوري سوري کیږي.
هوکی! د خدای—هیواد— دنده
په شعار او پلمه روزل شوي د یهودو او نصاراو غلامان، دلته په داسې وحشتونو روږدي شوي چې په تش اوریدو یې د انسان غوني زیږ او د بدن ويښتان نیغ ودریږي، زړونه دردیږي خو د دغو ظالمو، قاتلو او غلامو پوځونو سترګې لا سپینیږي!!
تر پرونه چې به مو د امريکايانو او داخلیانو د وحشت کومه یوه بيلګه خلکو ته ښودله نو د ایمان او وجدان سوداګرو د شیطاني رسنیو فعالينو به ویل نه نه دا خو افغانستان نه دی دا عراق دی سوریه ده او فلسطين دی، خو اوس چې په رډو رډو ګوري، د خپلو زړورو، اتلو او قهرمانو عسکرو، زړورتیا، اتلولي او قهرماني، نو اوس ولې د خپلو غلامو پوځیانو ظلم او وحشت ته ظلم نه وایي؟؟ ولې پرې غلي دي او ولې نه مني چې دا غلام پوځیان فقط او فقط د دې ولس د وژلو او دلته د اسلام د ختمولو لپاره روزل شوي، دوی نه سرحدونه ساتلی شي نه د کوم بهرني دښمن مقابله کولی شي او نه هم دوی کې کوم غیرت او کوم ایمان پاتې دی، دوی خو فقط همدې ته تکړه دي چې په توره شپه کې د مظلومو هیوادوالو په کورونو داړه واچوي، ماشومان او ښځې ووژني، سپین ګیري او ځوانان په وينو ولمبوي او په سبا اعلان وکړي چې مهم ترهګر یې وژلي او سیمه یې تصفيه کړې ده!!
په اطرافي سیمو کې چې به دا ډول کوم وحشت ترسره شو نو په رسنیو کې فعالو د صلیب چوپړګرانو به د خپلو صلیبي بادارانو د جنایاتو دفاع کوله او ویل به یې، دا خلک ځکه وژل کيږي چې وسله والو ته یې کورونو کې ځای ورکړی، مګر دا اوس بیا څه روان دي؟ آن په ښارونو او د حکومت د واک لاندې سیمو کې هم په تورو شپو کې د خلکو په کورونو داړې اچوي او د ولسي وګړو قتل عام کوي، د دې مظلومو ماشومانو، ښځو او سپين ګیرو دا عام وژنه په هیڅ ډول د توجيه وړ نه ده، په هیڅ یو قانون جواز نه لري او بیا دا وحشت چې داخلي پوځیان دی د خارجي يهوديانو سره یو ځای افغانان په توره شپه کې په خوب ویده په خپلو کورونو کې په خورا وحشت سره شهیدان کړي، د دې ډول ظلمونو او وحشت خو پخوا ساری نه ؤ، مګر زه نه پوهيږم چې د دغو ظلمونو او وحشتونو مدافعان انسانان دي که شیطانان؟ چې دوی د دومره سختو بوږنوونکو ظلمونو په لیدو لا هم د کوم انسانيت احساس نه کوي، کوم درد، غم او خفګان پرې نه ښایي او نه یوازې دا چې پر ضد یې څه نه وایي، بلکې لګيا دي دفاع یې کوي او د خپلې ایمان پلورنې ثبوت نړیوال کفر ته ور ښايي!!
په برما او فلسطین کې خو به بودایانو ظلمونه کول مګر دلته خو یې د مسلمانۍ تر نوم لاندې هغه وحشيان کوي، کوم چې سبا د کوم مجاهد لخوا مردار شي نو په میاشتو میاشتو یې ځیني خلک د مظلومیت، ایمان او اتلولۍ ډنډورې غږوي، رښتیا هم چې هر څه خام شي پخیږي، خو چې انسان خام شي بیا نه پخيږي. دا ایمان پلورونکي پوځونه چې يهوديانو روزلي او د دوی جاهل مدافعان اوس خام شوي او د خپلو وحشتونو، فرعونیت او ظلمونو په ترسره کولو یې لا زړونه کلکیږي.
افغانستان چې دا مهال د جګړې په تاوده ډګر بدل شوی او د نږدې پنځوسو هيوادونو يرغلګر پوځیان او استخباراتي، تبلیغاتي او سياسي شیاطین په کې حضور لري، د تاریخ له یوې حساسې مرحلې تیریږي، افغان مظلوم ولس چې د ظلم او وحشت په میچونو کې دل کیږي، بلاخره به د خپل دین، ځان، مال او ناموس د ساتنې لپاره د یو سرتاسري ملي پاڅون په بڼه را پورته شي او د ټولو هغو وحشتونو انتقام به اخلي چې داخلي او خارجي یرغلګرو ورسره کړي دي. ان شاءالله
د همداسې یوې تاریخي ورځې په هیله
ابو ياسر افغان

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي