برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۸ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

حکومتي مشران دې خپل اولادونه هېواد ته راولي

آریانانیوز: ولسي جرګې د امنیتي تړون پر بیا کتنې له ټینګار وروسته، د حکومتي مشرانو تمه نه کېدونکي غبرګون ته غبرګون ښوودلی.


دې جرګې له څو ورځو راهیسې پرلپسې پر امنیتي تړون د بیا کتنې ټینګار کړی، چې د تېر جهاد ځينو مشرانو او سیاسي څېرو يې هم د صبغت الله مجددي په کور کې غږ بدرګه کړ.
د ګډ حکومت شریکانو او مرستیالانو يې د امنیتي تړون په اړه دا ډول غوښتنې «شخصي» بللې دي.
محمد اشرف غني پلمه وکړه، چې په اوسني وضعیت کې پر تړون بیا کتنه حکومت لا بې وسۍ ته ټيل وهي.
عبدالله عبدالله وړمه ورځ د وزیرانو شورا غونډه کې کرښه کش کړه او ټينګار يې وکړ، چې دا تړون هیڅوک تر سوال لاندې نه شي راوستلی.
هغه وویل، که دا تړون بیا کتل کېږي، یا لغوه کېږي، له نا امنۍ سره کومه اړیکه نه لري، تازه پرون د ارګ یوه مرستیال سرور دانش بیا دغه څرګندونې تکرار کړې او د امنیتي تړون بیا کتنه يې د «شخصي ګټو» لپاره یاده کړه.
د ولسي جرګې غړو د هغه څرګندونې غندلې او ټينګار يې کړی، چې که دوی د امنیتي تړون ملاتړ کوي او وضعیت ورته نورمال ښکاري، نو باید خپل اولادونه له باندنیو هېوادونو افغانستان ته راولي.
د وکیلانو په وینا د دوی اولادونه او کورنۍ بهر کې ارام ژوند لري، زده کړې کوي او هیڅ غم نه لري، ځکه خو د هېواد وضعیت نه شي درک کولی.
دوی ټینګار وکړ، چې په هېواد کې د ټولو وژنو مسؤلیت د بهرنیانو پر غاړه دی او دوی د جګړې اصلي عاملین دی، چې باید په ورسره شوي تړون بیا غور وشي.
دا په داسې حال کې دی، چې تېره ورځ د پوهنتو استادانو، علماوو او ځوان فعالانو هم په جوړه کړې غونډه کې د بهرنیانو موجودیت د جګړې د دوام علت یاد کړ.
دوی چې د افغانستان د سولې او نجات شورا په هڅو را ټول شوي و، ټینګار وکړ چې څومره ژر کېږي بهرنیان باید خپل پوځي حضور ته د پای ټکی کېږدي.
په ورته وخت کې ډيلي بیسټ تازه لیکنه کې ویلي، چې ټرمپ لا هم پر دې نه دی قانع شوی چې دلته د عسکرو له پاتې کېدو سره د هو سر وښوروي، خو نېکولسن هڅه کوله چې فکس نیوز او د «سولې کاروان» د ټرمپ د قناعت لپاره وکاروي او دلته يې د عسکرو پاتې کېدو ته قانع کړي.
د ګډ حکومت شریکانو او ګڼو لوړپوړو چارواکو کورنۍ په بهرنیو هېوادونو کې دی او اولادونه يې د نورو هېوادونو تابعیتونه لري.

شریک یي کړئ!