برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۶ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

حسیب قریشي د پوله ساتو ځواکونو د ارکان رییس خوشې شو

آریانانیوز: دپوراپورپه اساس د بلخ پخواني والي نور ویلي، چې حسیب الله قریشي دوه اوونۍ مخکې د پوځ لخوا د فساد په تور نیول شوی و؛ خو بېرته د ملي امنیت له بنده خوشې او ور څخه په ضمانت کې پیسې او پاسپورت واخیستل شو او دغه راز د عطا محمد نور لخوا ترې ورکړ شوی دولتي ټانګ هم بېرته اخیستل شوی دی.
د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور وایي، د قریشي د نیونې انګیزه سیاسي ده او پوځ غوښتل د حسیب قریشي د نیولو په پلمه یو دولتي ټانګ له هغه بېرته واخلي. چې ما ورکړی و.
حسیب الله قریشي مخکې له دې په شمال کې د عامه نظم ځواکونو د قومندان په توګه دنده درلوده او د عطا محمد نور ملاتړی او هغه ته نږدې کس و.
له دې مخکې شاهین قول اردو ویلي وه، چې د پوله ساتو ځواکونو د ارکان رییس د فساد په تور نیول شوی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي