برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۷ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

حج او اوقافو له وزیر سره فزیکي شخړه

آریانانیوز: د ارشاد حج او اوقافو وزارت وایي، د ملا تره خیل په ګډون ځینو زورواکانو د حج او اوقاف وزارت له سرپرست سره فزیکي شخړه کړې ده
دغه وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي
پرون د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر ښاغلي مولوي عبدالحکیم منیب د ارګ په جامع جومات کې د جمعې مبارکې ورځې لمونځ ادا کاوه، چې د ولسي جرګې پخواني وکیل ملا تره خېل محمدي، د ولسي جرګې وکیلانو شاه وزیر او حاجي خان تره خیل، د دوي ورور داد الله او د کورنۍ د دوو نورو غړو له لوري توهین، تحقیر او بیا یې ورسره فزیکي شخړه وکړه
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغو زورواکو له دې پېښې وړاندې هم څو ځلي له خپل ټوپک او زوره د غیر قانوني ګټې اخیستنې هڅه کړې، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ښاغلی وزیر وګواښي او خپلې ناوړه، نامشروع او غیر قانوني غوښتنې پری ومني. دا په داسې حال کې ده، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مشرتابه د مفسدینو، غاصبینو او زورواکو پر وړاندې جدي مبارزه پیل کړی ده
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د ارګ په جامع جومات کې د شپږو زورواکو له لوري د مولوي عبدالحکیم منیب سپکاوی، تحقیر او له هغه سره فزیکي شخړه د جومات، وزارت، علمای کرامو او په ټوله کې د شته نظام څرګند سپکاوی او له قانون څخه سرغړونه ده
د ارشاد حج او اوقافو وزارت وایي
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت دا توهین په کلکو ټکو غندي او ترسره کوونکو ته یې د قانون په رڼا کې د سزا غوښتنه کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي