برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳۱ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

حبیبه سرابي – قطر غونډی ته تلونکې لیست ټول شامل کسان نه ځي

آریانانیوز: د سولې عالي شورا مرستیاله او قطر ته د تلونکي افغان پلاوې ګډونواله حبیبه سرابي وایي، په لیست کې ټول شامل کسان قطر ته نه ځي، یو شمېر ښایي د شخصي ستونزو له امله او ځیني بیا د لوژیستیکي ستونزو له مخې دغې غونډې ته ولاړ نشي.


د حکومت له لوري د ټاکل شوې ۲۵۰ کسیزه پلاوې دغې غړې ویلي چې، د قطر په غونډه کې مدني ټولنې، د افغانستان خلک، مشران او د هېواد درې ګونو قواو استازي ګډون کوي تر څو هلته د افغانستان وضعیت تشریح کړي.
د سولې عالي شورا ویلي وو چې د افغان پلاوې ټاکل شوې ډله نن پنجشنبه د حمل (وري) ۲۹ مه قطر ته روانیږي، خو ویل کیږي چې د دې پلاوې سفر د څو ساعتونو لپاره ځنډیدلی دی.
تر دې مخکې وسله والو طالبانو ویلي و:” دا چې د کابل ادارې په یاد کنفرانس کې د ۲۵۰ کسانو د ګډون لیست خپور کړی دی، د قطر کنفرانس تنظیمونکي یوازي له کابله د دومره ډېر شمېر کسانو د منلو پلان نه لري، او نه هم په دې ډول کنفرانسونو کې دا ډول ګډون دود دی”.
وسله والو طالبانو په دغې اعلامیې کې څرګنده کړې وه چې په دغو کنفرانس کې به کم شمېر سیاسي او قومي مشران ګډون وکړي نه د حکومت د خوښي ۲۵۰ کسان.
افغان حکومت تر اوسه د طالبانو دغو څرګندونو ته غبرګون نه ‌دی ښودلی

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي