برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۱ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

حامد کرزی: امریکا د ترهګرو پر ځای، یوازې افغانان وژلي

حامد کرزی وايي، امریکا په تېرو اوولسو کلونو کې له «ترهګرۍ» سره د مبارزې پر ځای یوازې افغان وژنه کړې ده.



هغه په روسیه کې له یوې روسي رسنۍ سره په خبرو کې ويلي، امریکا له «ترهګرۍ» سره د مبارزې په برخه کې رښتينې نه ده.
نوموړي چې تر دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې، یو ځل بیا يې ټينګار کړی، چې امریکا دلته پخپلو ټولو ژمنو کې ناکامه شوې ده.
حامد کرزی وايي، امریکا نه په افغانستان کې امینت راوست، نه يې دې هېواد ته د پرمختګ زمینه برابره کړه، د ده په وینا یوازې يې د خپلو وسلو شپېلۍ افغانانو ته برابرې کړې دي.
حامد کرزی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د تېر میلادي کال په وروستیو کې د امریکا د نوې جنګي ستراتېژۍ له اعلان وروسته بمباریو پرلپسې زور اخیستی دی، چې ډېر قربانیان يې ولسي وګړي دي.
پخواني ولسمشر په کندوز کې د افغان ځواکونو په بمبارۍ کې د لسګونو ولسي وګړو مرګ ژوبله هم تر پېښې یوه ورځ وروسته وغندله.
حامد کرزی هغه څوک دی، چې د امریکا د استخباراتي ادارې د ساتونکو د وسلو تر سیوري لاندې راغلی او شاوخوا دیارلس کاله يې د امریکايي پروژو د تطبیق لپاره د ولسمشرۍ پر چوکۍ کېنولی و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي