برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۷ سنبله , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

‌‌حامد کرزي په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه

حامد کرزي یو ځل بیا د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.


حامد کرزي د افغانستان د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې له طالبانو وغوښتل چې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د افغان نجونو او ښځو د زده کړې لپاره شرایط برابر کړي.

په دغه پیغام کې حامد کرزي په دې باندې په ټینګار سره چې د دغه هېواد روښانه راتلونکې د ځوان نسل په زده کړه کې نغښتې ده، څرګنده کړه: په دې ویاړمنه موقع او د یوه رښتیني خپلواک او پر ځان بسیا افغانستان لپاره یو ځل بیا د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوم. د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې دې ژر تر ژره د هېواد د نجونو پر مخ پرانېزي، تر څو هغه نجونې چې د علم او پوهې په زیور سمبالې وي، د هېواد په پرمختګ او د نورو له اړتیا څخه په خلاصون کې خپله ونډه ولوبوي.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس وویل: د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان خلکو په پوره اتفاق او اتحاد سره د خپل هېواد د ساتنې لپاره لاسونه سره یو کړل او اوس باید هر څوک له فقر څخه د خلاصون، د پوهې د ترلاسه کولو او پرمختګ لپاره اوږه په اوږه کار وکړي.

کرزي ويلي دي چې خپلواکي يو ستر وياړ دی او بايد دا وياړ وساتل شي او يوازې د نورو له اړتيا څخه په خلاصون او پرمختګ سره يې ساتنه ممکنه ده.

اوس چې د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو څه باندې زر ورځې تېرې شوې او د پوهنتونونو له تړل کېدو څه باندې ۵۰۰ ورځې تېرې شوې، خو طالبان لا هم په دې برخه کې کوم څرګند دریځ نه لري.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه