برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۵ دی , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

جنرال عاصم منیر: تروریزم د افغانستان له خاوره څخه پاکستان ته ورځي

جنرال عاصم منیر، د پاکستان د پوځ لوی درستیز، د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پناه ورکولو تورن کړی او ادعا یې کړې چې تروریزم د افغانستان له خاوره څخه پاکستان ته واردیږي.


جنرال عاصم منیر وایي چې د دوی او افغانستان ترمنځ اصلي اختلاف د سرحد پر بلې غاړې د تروریزم مسأله او د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د پټنځایونو شتون دی.

د پاکستاني رسنیو له مخې، عاصم منیر په پېښور کې د مختلفو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره په یوې ناستې کې ویلي چې طالبان حکومت کولی شي دغه ستونزه حل کړي. هغه ویلي چې تروریزم د افغانستان له خاوره پاکستان ته رسیږي او د دې هېواد امنیت ته ګواښ دی.

اسلام‌آباد تل د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان پناه ورکوونکي بللی دی، خو طالبان دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پاکستان باید “خپله واوره پر افغان بام نه اچوي” او افغانان د خپلو داخلي ستونزو په اړه ملامت نه کړي.

په ورته وخت کې، راپورونه ښیي چې ۲۰۲۴ کال کې ممکن د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره یو له خونین کالونو څخه وي.

شریک یي کړئ!