برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۳ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني د پکتیا ولایت له علماو سره په کتنه کې: ستاسې غږ د سولې د ټینګښت په برخه کې ارزښتمن دی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پکتیا ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن مازدیګر د دغه ولایت د علماو شورا له یو شمېر غړو سره وکتل.


په دې کتنه کې لومړی قاري خواجه الدین د نورو علماوو په استازیتوب خبرې وکړې او وسله‌والو مخالفانو ته یې د جمهوررئیس د سولې له پیغام څخه مننه وکړه او هغه یې هراړخیز او عادلانه وباله.

هغه زیاته کړه: ستاسې د پاملرنې له برکته پکتیا نن په هره برخه کې پرمختګ کړی دی. زموږ خلک د سولې او بیارغاونې سره مینه لري او ډاډ درکوم چې د حکومت له برنامو څخه به ملاتړ کوي.

قاري خواجه الدین وویل، د علماو د اسنادو د ارزونې ستونزه حل شوې ده او د دې لپاره دې د ولایتونو او زون په کچو د اسنادو د ارزونې اسناتیاوې برابرې شي.

نوموړی دغه راز د ګردیز ښار په کچه د یوه جامع جومات او یو اسلامي څيړنیز مرکز د جوړولو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د بندیانو د دوسیو ارزولو ته دې توجه وشي.

قاري خواجه الدین وویل: هغه خلک چې زموږ سرتېري، ډاکټر، انجینر او بې ګناه وګړي وژني، د خدای او د افغانستان د ملت دښمنان دي.

وروسته جمهوررئیس غني خبرې وکړې وې ویل، د خلکو په منځ کې علماء ځانګړی مقام او ځای لري او هر ځل چې په افغانستان کوم افت راغلی ټول د اسلام تر بیرغ لاندې راټول شوي یوو او د یو قشر په توګه ستاسې حیثیت او مقام خاص دی.

جمهوررئیس زیاته کړه: تاسې په دوامداره توګه زحمت ګاللی دی، زموږ عقاید او ارزښتونه په یوه ورځ نه دې پیدا شوي، بلکې سلګونه کلونه پرې کار شوی او پختګۍ ته رسېدلي دي.

محمداشرف غني وویل: زما دنده داده چې د ارګ او جومات ترمنځ فاصله لېرې کړم. د جوماتونو په برخه کې پانګونه شوې او تاریخي جوماتونه بېرته رغاول کېږي.

جمهوررئیس څرګنده کړه: دا نظام ستاسې دی او تاسې د نظام یاست. هغه زیاته کړه، ستاسې د اسنادو د اروزنې په برخه کې به اساسي اقدامات وشي.

د هېواد جمهوررئیس وویل، د بندیانو صلاحیت لوی څارنوالۍ ته ورکول شوی چې د هغو دوسیې وارزوي. هغه زیاته کړه د هېواد په زندانونو کې مې د اصلاحاتو لارښوونه کړی ده.

جمهوررئیس غني په هېواد کې د سولې د ټینګښت په برخه کې د علماو د رول ارزښت ته په اشارې وویل: په دې برخه کې ستاسې غږ مهم دی او د اندونیزیا په غونډه چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې جوړه شي، د افغانستان علماء به د اندونیزیا او پاکستان له علماو سره وګوري.

د افغانستان اسلامي جمهوريت جمهوررئیس څرګنده کړه، غواړم له ټولو اسلامي هېوادونو سره د علماو د شبکو د ایجاد زمینه برابره شي. هغه وویل، اړوند ادارې ته لارښونه کوم چې علماوو ته د کور جوړولو په برخه کې پاملرنه وکړي.

جمهوررئیس غني علماو ته په خطاب کې وویل: د پوهنې وزارت سره په همغږۍ جوماتونه د ماشومانو د ښوونې او روزنې په مرکزونو بدل کړئ.

د هېواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه، په هېواد کې د دارالافتاء موجودیت حتمي او ضروري دی، ځکه ستاسې غږ، منطق او استدلال ډیر اړین دی، ځکه تاسې له حق څخه دفاع کوی او ټولنه هم عدالت غواړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي