برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۶ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني د سیاسي ګوندونو له یو شمېر مشرانو او استازو سره په ټاکلي وخت د رڼو او سرتاسري ټاکنو په کېدو خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین د سیاسي ګوندونو له یو شمېر مشرانو او استازو سره په کتنه کې د هېواد په ملي مسائلو په ځانګړي توګه پر ټاکنو خبرې وکړې.


دغه ناسته چې د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه د سیاسي ګوندونو مشرانو او استازو په ټاکلي وخت د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ترسره کول، له ټاکنو څخه د هراړخیزه څارنه، د هېواد ټولو اتباعو ته د رایې ورکولو زمینې برابرول، په پراخه توګه د رایه ورکولو مرکزونو پرانیستل او د ټاکنو اړوند ځیني نور حقوقي مسائل له جمهوررئیس سره شریک کړل.

هغوی وویل، دغه وړاندیزونه له ۲۰څخه زیاتو سیاسي ګوندونو او جریانونو سره په تفاهم او اتفاق مطرح شوي دي چې له حکومت سره شریک شول.

جمهوررئیس غني د سیاسي ګوندونو او جریانونو د وړاندیزونو له اورېدو وروسته د هغوی د اتفاق او جمعي کار هرکلی وکړ، وې ویل: دا یو تاریخي او ګټور ګام دی چې د افغانستان سیاسي ګوندونه په اتفاق او تفاهم پر مهمو ملي مسائلو بحث کوي.

جمهوررئیس زیاته کړه، رڼې، سرتاسري او عادلانه ټاکنې د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او مننه یې وکړه چې سیاسي ګوندونه د تفاهم په فضا کې ورباندې بحث کوي او خپل وړاندیزونه له حکومت سره شریکوي.

محمداشرف غني په ملي مسائلو کې د سیاسي ګوندونو او حکومت تفاهم یو اساسي هدف وباله او دا یې د ټاکنو د کېدو بهیر څخه په څارنه کې ګټور وګاڼه او له سیاسي ګوندونو او خلکو یې وغوښتل چې په کې ونډه واخلي.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه: څرنګه چې سیاسي ګوندونو ته په ټاکنو کې ځنډ د منلو نه دی، حکومت او خلکو ته هم د منلو وړ نه دی او باید چې ټاکنې په خپل ټاکلي وخت کې وشي.

جمهوررئیس غني د ټاکنو اړوند هغو مسائلو ته په اشارې چې حقوقي اړخ لري، وویل، له اړوندو بنسټونو سره له لازمو مشورو وروسته چې کوم مسائل لا زیات تفسیر ته اړتیا لري، روښانه کېږي او پایلې به یې په راتلونکو ناستو کې درسره شریکې شي.

شریک یي کړئ!