برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۰ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني د بریتانیا د دفاع وزیر سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون له غرمې وروسته د بریتانیا د دفاع وزیر ګوین ویلیامسن سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.


په دې کتنه کې دواړو لورو په سیمه‌ییزو مسایلو، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او له تروریزم سره پر ګډې مبارزې بحث او خبرې وکړې.

د هېواد جمهوررئیس د بریتانیا د دفاع وزیر ګوین ویلیامسن او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې د بریتانیا د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه.

وروسته، د برتانیا د دفاع وزیر له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو قربانۍ وستایلې او په افغانستان کې یې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت ترڅنګ له افغانستان سره په ځانګړي ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخه د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي