برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۹ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جان کیلي د ټرمپ په ملتیا په افغانستان کي د خپل وژل سوي زوی د قبر زیارت

د سپیني ماڼۍ د اداري هیات مشر جنرال جان کیلي د جګړې د شهیدانو د درناوي ورځي په مناسبت د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یو ځای د ارلینګټن ملي هدیرې ته ولاړل تر څو هلته د خپلي ضایعې په اړه ولس ته معلومات ورکړي.


کیلي د خپلي مېرمني کارن هرنیسټ او ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یو ځای په ارلینګټن کي د دوشنبي په ورځ د خپل زوی د قبر زیارت وکړ.
د ټرمپ انځورونه ښیې چي کیلي او ټرمپ د ارلینګټن هغه هدیرې ته ورغلي په کومه کي چي د کیلي زوی رابرټ میشیل کیلي ښخ دی، هغه په افغانستان کي په ۲۰۱۰ م کال کي هغه وخت ووژل سو کله چي ۲۹ کلن ځوان و.
رابرټ میشیل د ۲۰۱۰م کال د نومبر میاشتي پر ۹ نېټه د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کي په ګزمه بوخت و چي ناڅاپه د ځمکني ماین سره مخامخ سو، هغه ۲۹ کلن و کله چي د طالبانو له لوري ووژل سو.
جنرال جان کیلي د ا مریکا په پوځ کي لومړۍ تر ټولو جګ پوړی قومندان دی چي په افغانستان کي یې زوی د طالبانو له لوري ووژل سوی دی، په عراق او افغانستان کي تر نوموړي وړاندي د بل کوم لوړ پوړي امریکایي قومندان زوی په جګړه کي نه دی وژل سوی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي