برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۸ مهر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

توماس نیکلسون: کورنۍ جګړه د افغانانو په ګټه نه ده

آریانانیوز: توماس نیکلسون ویلي، دی د روسیې له ولسمشر سره په دې خبره کې موافق دی چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې راګرځېدل د منځنۍ اسیا په ګټه نه دي.


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون په یوه ټوېټ کې لیکلي چې دا یوازینی ځل دی چې دی د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره موافق دي چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې راګرځېدل د منځنۍ اسیا په ګټه نه دي.

نیکلسون وايي، زه هم په دې کلکه باور لرم چې دا د افغانانو په ګټه نه ده.

په ورته وخت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اسیا د تعامل او باور جوړونې يا سيکا د نړيوال کنفرانس په غونډه کې وویل چې افغانستان د سیمې امنیت ته تر ټولو جدي ګواښ دی.

پوتین وویل: موږ له طالبانو سره لازمې اړیکې ساتو. افغانستان کې د کورنۍ جګړې مخنیوی زموږ په ګټه دی.

نیکلسون تر دې مخکې ویلي وو چې اروپايي ټولنه د داسې افغانستان پلوي ده چې ټول وګړي یې له بشري حقونو او مدني آزادیو برخمن وي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي