برخه -څانګه : accidents, afghanistan, note, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

تر ۳۰۰۰زياتو ماشومانو ته مرگ ژوبله

آریانانیوز: درسنیوپه رپوټ له مخی په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ سازمان یا سیف دي چلدرن ویاندې مریم عطايي دویچه ویله ته وویل، چې ۲۰۱۸ میلادي کال د ماشومانو له پاره تر ټولو خونړی وو
نوموړي وویل په دغه کال کې جګړو د ۸۳۱ نجونو په ګډون، ۳۰۶۲ ماشومان مړه او ټپیان کړي
دې زیاته کړه: «په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د ولسي مرګ ژوبلې له پلوه تر ټولو ډیر قربانیان ماشومان دي، د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ میلادي کلونو د ولسي مرګ ژوبلې ۲۸ سلنه ماشومان دي
عطايي زیاته کړه چې د افغانستان په جګړه کې ماشومان په بیلابیلو بڼو ځپل شوي دي. د بیلګې په توګه ډير نارینه ماشومان په مخامخ جګړو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، یا برمته کیږي او یا یې هم ښکېلې غاړي د جګړو په لیکو کې ګماري. خو هاخوا کوچنۍ نجونې بیا له جنسي ځورونې نېولې بیا تر جنسي تېریو په څیر تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي
په دغه راپور کې راغلي چې لاهم ۳.۷ میلیون افغان ماشومان له زده کړو پاتې دي
مریم عطايي په دې اړه وویل: «د ماشومانو د ملاتړ نړېوال سازمان چې په دې برخه کې څېړنه کړې، ډيرو کورنیو ورته ویلي دي چې د جګړې له امله د ماشومانو د ژوند په اړه اندېښنه لري او دا غوره ګڼي چې ښوونځیو ته د لېږلو پر ځای یې ماشومان په کور کې پاتې شي
عطايي زیاتوي چې د جګړې ښکېلو غاړو په ډیرو مواردو کې د ښوونځیو ودانۍ د سنګر په توګه کارولي. د نوموړې په وینا، د ښوونځیو خوندېتوب نړېواله اعلامیه چې افغان حکومت په ۲۰۱۶م کال کې لاسلیک کړې باید اړوند بنسټونه یې تایید کړي
د ماشومانو د حقونو فعالان هم مني چې افغانستان د ماشومانو له پاره خطرناک هېواد دی
د ماشومانو د حقونو یوې فعالې ترنم سیدي دویچه ویله ته وویل چې ډير افغان ماشومان په جګړه کې رالوی شوي او یا هم رالویږي: «تاسو ګوری په دې ښار کې ماشومان په څومره سختیو شاقه کارونه کوي، ډیر ماشومان تښتول کیږي په ځانګړي توګه هغه ماشومان چې پر سړکونو ګرځي او کار کوي او یا هم یتیم ماشومان حتی د هغوی د بدن غړي اېستل کیږي
افغان ولسي جرګې شاوخوا درې میاشتې وړاندې د ماشومانو د ملاتړ قانون تصویب کړ چې په هغه کې د ماشومانو بنسټيز حقونه تشریح او په عملي کولو یې ټینګار شوی
دغه راز، افغان حکومت د ماشومانو د حقونو د ملاتړ نړېوال کنوانسیون هم منلی، خو دا هيواد لاهم د ماشومانو له پاره ترټولو خطرناک بلل کیږي.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی استاد امان الله احمدزي په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «په افغانستان کې د ماشومانو له پاره له ځانګړو قوانینو ورهاخوا په نورو قوانینو کې هم ماشومانو ته د ځانګړي پاملرني احکام راغلي دي، د بیلګي په توګه د ټولنیز ملاتړ قانون کې د بې سرپرسته ماشومانو د پالنې له پاره خاص احکام شته دغه راز د افغانستان د کار په قانون کې هم د ماشومان کار منع شوی، خو اصلي ستونزه داده چې دلته قوانین نه عملي کیږي.»
د ماشومانو د ملاتړ نړېوال سازمان یا سیف دي چلډرن په راپور کې کانګو، یمن، مالي، نایجریا، سومالیا، سویلي سوډان، سوریه او مرکزي افریقا هيوادونه هم د ماشومانو له پاره خطرناک هيوادونه بلل شوي.

شریک یي کړئ!