برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

تر سولې مخکې ټاکنې

آریانانیوز: حامد کرزي پرون پنجشنبه د زمري په ۱۰ مه کابل کې یوې خبرې ناستې ته ویلي چې، سوله باید تر ټاکنو مخکې وي، تر سولې مخکې ټاکنې د سولې پروسې د زیانمنولو، د داعش د ودې او افغانانو ترمنځ د بې اتفاقۍ لپار کیږي، د دې ټاکنو واک له افغانانو سره نسته.



پخواني ولسمشر ټنیګار وکړ چې سوله باید تر ټاکنو مخکې وي ځکه د سولې په موجودیت کې په افغانستان کې د شفافو او افغاني ټاکنو لپاره زمینه برابریږي.
هغه په نني خبري کنفرانس کې، په ځغرده وویل، چې په افغانستان کې هر فیر د امریکا په ګټه دی او هغوی چې جګړې ته دوام ورکوي، د افغانانو دښمنان دي او د امریکي د ګټو ساتونکي.
پخواني ولسمشر په دې کنفرانس کې له افغان مشرانو غوښتي چې د بهرنیانو د دسیسو ښکار نشي هغه پر طالبانو او افغان حکومت هم غږ وکړ، چې د جګړې تبلیغات، اقدامات او پلانونه دې له منځه یوسي د دغو پلانونو پر ځای دې د سولې لپاره هلې ځلې وکړي.
د پخواني ولسمشر نننۍ څرګندونې تر ډېره د سولې او انتخاباتو او په افغانستان پر روان امنیتي وضعیت را څرخېدې.

شریک یي کړئ!