برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲ تیر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

تاجکستان: افغانستان د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی دی

د تاجکستان د پارلمان مشر او د دغه هېواد د ولسمشر زوی رستم امام علي ویلي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان یو ځل بیا د افراطیت او ترهګرۍ په مرکز بدل شوی دی.


رستم امام علي د قزاقستان په الماتا ښار کې د ټولیز امنیتي تړون د سازمان د غړو هېوادونو د پارلمانونو د مشرانو په غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې دیني مدرسې ځانمرګي جهادیان روزي.

د امام علي په وینا په افغانستان کې تر زرو زیات دیني مدرسې جوړې شوي چې زیاتره یې د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې دي.

هغه زیاته کړه: افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی دی. په لسګونو افراطي او تروریستي ډلو په افغانستان کې خپل حضور پیاوړی کړی دی. په افغانستان کې د نشه يي موادو د کښت او تولید کچه مخ په ډیریدو ده.

د تاجکستان د پارلمان مشر د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې وضعیت لا پېچلی بللی او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې د واقعي پرمختګ کوم څرک نه لیدل کېږي.

د تاجکستان د ولسمشر زوی تاکید وکړ چې د ټولیز امنیت د تړون غړی هېوادونه باید د خپلو جنوبی سرحدونو احتمالی ګواښونه له پامه ونه غورځوی.

هغه دا خبرداری هم ورکړ چې په افغانستان کې د روان وضعیت دوام به د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره ډېرې “ویجاړونکې” پایلې ولري.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې قزاقستان تر دې مخکې اعلان کړی و چې د طالبانو نوم یې د ترهګرو ډلو له لېست څخه ایستلی دی.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا د اهمیت په خاطر د طالبانو نوم د ترهګرو له نوملړ څخه ایستلی دی.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي