برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ اردیبهشت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

بې پيلوټه الوتکې بيا د پروان په اسمان کې ګزمې کوي

په پروان ولایت کې ځایي سرچینې بیا په دغه ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې له ګرځېدو خبر ورکری.


تر اوسه دا نه ده څرګنده چې دغه الوتکه د کوم هېواد څخه د افغانستان هوايي حریم ته داخله شوې ده.

د چهار شنبې په ورځ د وری په ۲۹ مه بې پيلوټه الوتکې څو ساعته د پروان په اسمان کې ګرځېدله.

په وروستیو اونیو کې نیمروز، کندهار، پکتیکا، پنجشیر، هرات او بدخشان ولایتونه د بې پیلوټه الوتکو د ګزمې شاهدان وو.

تر دې مخکې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د نيمروز او کندهار په اسمان کې د بې پيلوټه الوتکو ګزمې تاييد کړې وې.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د وري په ١٤مه، د بې پيلوټه الوتکو د ګزمې د ويرې له امله په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو کمپ ته ولېږدول شو.

تر دې یوه ورځ مخکې د پاکستان د بلوچستان ایالت د استخباراتو پخواني وزیر جان اڅکزي ادعا کړې وه چې طالبانو د امریکا له استخباراتي قراردادیانو سره همکاري کوي او په کندهار کې یې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د الوتنې لپاره اډه جوړه کړې ده.

 

شریک یي کړئ!