برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

بین الافغاني مذاکرات

آریانانیوز: دیوراپورپه اسا س د بهرنیو چارو وزارت وایي، له طالبانو سره سوله نږدې شوې او ممکن تر یوې او یا دوو اونیو پورې بین الافغاني مذاکرات پیل شي.



د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وایي، المان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د پیلیدو لپاره د زمینې برابرولو ژمنه او ضمانت کړی دی.
ښاغلی احمدي په دې اړه څه نه دي ویلي چې د سولي بین الافغاني خبرې به چیرته کیږي، خو دومره یي وویل چې اندونیزیا، ازبکستان او جرمني هغه هېوادونه دي چې د بین الافغاني خبرو د کوربتوب لپاره یې تیاری نیولی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند په داسي حال کې د سولې په لړ کې د بین الافغاني مذاکراتو په اړه څرګندونې کوي چې د رواني اونۍ د شنبې په ورځ قطر کې د طالب استازو او امریکایي دیپلوماتانو تر منځ د سولې د اووم پړاو خبرې پیل شوې دي.
په ورته وخت کې امریکایي چارواکو او د طالبانو ویاند دواړو اړخونو د دې پړاو خبرې مهمې بللې او زیاته کړې یې ده چې په دې دور کې به پر ځینو مسائلو پریکړه هم وشي.

شریک یي کړئ!