برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۱ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

به ګمرکونو کې د فساد د څېړنې مخنوی

آریانانیوز: د کابل حکومت د ولسي جرګې یو شمېر استازي وايي، په ګمرکونو کې په پراخه کچه فساد روان دی او د حکومت مشر «اشرف غني» د فساد ددې قضیو د څېړنو مخه نیسي
د ولسي جرګې یو تن غړی «غلام حسین ناصري» وایي « په ګمرکونو کې د فساد له امله د تیلو او ګازي شرکتونو مافیا بې کیفیته تیل راواردوي، د ولسي جرګې مجلس په دې تړاو د یوې ناستې تابیا درلوده؛ خو اداري هیئت وایي، چې ولسمشر ددې کار مانع ګرځي.»
د ناصري په خبره، ولسمشر حق نه لري، د مجلس نظارتي صلاحیت سلب کړي
د ولسي جرګې یو بل وکیل «حفیظ الله جلیلي» هم ورته خبري کړي، جلیلي وایي « موږ تېره ورځ د مالیې وزارت او د ګمرکونو ریاست ته مکتوب لېږلی، څو د ګمرکونو راپور راولېږي، تېره ورځ مو بیا هڅه وکړه؛ خو تر دې دمه د هغوی جواب نه دی راغلی
ویل کېږي، ولسمشر غني ولسي جرګې ته د یو لیک په لېږلو سره هغوی ته څرګنده کړې، چې په ګمرکونو کې د فساد د څېړنې حق نه لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي