برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۸ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

بهرنیو چارو وزارت خپل سفارتونه او کونسلګرۍ

آریانانیوز: د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوه فرمان له لارې له هیواده د باندې خپلو ټولو کونسلګریو او سفارتونو ته امر کړی، چې په سیاسي برخه کې دې له نظر ورکولو ډډه وکړي
دغه فرمان چې تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال «ادریس زمان» په لاسلیک خپور شوی، پکې راغلي، چې د بهرنیو چارو وزارت د ولایتي استازولیو، کونسلګریو او سفارتونو رسمي کارکوونکي هیڅ حق نه لري، چې په ټولنیزو رسنیو باندې د هیواد د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه بحثونه راپورته کړي
د فرمان له مخې، که کوم کارکوونکی له دې ګام سرغړونه وکړي؛ د مکافاتو او مجازاتو د قانون له امر سره سم چلند به ورسره وشي
بل لور ته د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره «نۍ» بیا یاد قانون د بیان د ازادۍ او اساسي قانون خلاف ګام بولي
د رسنیو د ملاتړ اداره وایي، هره دولتي او خصوصي اداره حق لري، د حالاتو په تړاو خپل نظر ورکړي، په دې شرط چې د اساسي قانون او د هیواد د ملي ګټو خلاف نه وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي