برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳۱ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

بهرنیوهیوادونوکې بند پاتې ۱۰ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته را ستانه کړل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د ملکي هوايي چلند اداره وايي: تازه یې په بهرنیو هېوادونو کې بند پاتې ۱۰ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته را ستانه کړي دي. د یادې ادارې د عامه اړیکو مشر رسنیو سره په خبرو کې وویل: «د کرونا وېروس له خپرېدلو او د هوايي ترانسپورت له بندېدلو وروسته په بهرنیو هېوادونو کې بند پاتې زرګونه افغان بېرته خپل هېواد ته را لېږدول شوي.
محمد نعیم صالحي زیاته کړه: یاد کډوال چې زیات یې په هند، سعودي عربستان، عربي متحده امارت او ترکیې کې بند پاتې وو، له یوې میاشتې راهیسې یې هېواد ته د راستنېدو چارې پیل شوې وې، چې اوس هم دوام لري
د ده په وینا: اریانا افغان او کام ایر هغه دوه خصوصي شرکتونه دي، چې په خپلو پروازونو کې افغان کډوال هېواد ته راستنوي
دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت ویلي و. د کرونا له امله شاوخوا ۱۰۰ زره افغانان په بهرنیو هېوادونو کې بند پاتې دي
د ویلو وړ ده چې له دې وړاندې له چین، ایران او پاکستان نه هم زرګونه افغان کډوال په قانوني او غیرقانوني توګه افغانستان ته را اوښتي وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي