برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۵ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بشپړ قرآنکریم د وریښمو پرپاڼو په لاس لیکل

په کابل کې د خواجه قمرالدین په نامه د خطاطۍ د هنر یو ۶۶کلن استاذ فرانس پریس آژانس ته ویلي چې د ۳۸ تنه افغان خطاطانو او میناتوري فنکارانو په ملتیا یې د وریښمو پر پاڼو د بشپړ قرآنکریم لیکل په دوه کاله کې سرته رسولی.


دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې د ورېښمو پر پارچې بشپړ قرآنکریم په خطاطۍ ولیکل شو. د دغې نسخې جوړوونکي هیله من دي چې دا شاهکار به یې مرسته وکړي چې د افغانستان د پېړیو پېړیو زوړ د خطاطۍ هنر وساتل شي.
پر ورېښمو لیکل شوې د قرآن دغه نسخه ٦١٠ مخونه لري چې ټول په لاس کښل شوی دی. د دغې ارزښتناکي قرآني نسخې پوښ د وزې له پوسته جوړ شوی او د دغي نسخې ټول دروندوالی، ١٩ پونډو ته رسیږي چې ٨،٦ کیلوگرامه کیږي.
خواجه قمرالدین چشتي، وایي له دې کاره یې موخه، د افغانستان د خطاطۍ د ارزښتناک هنرژوندي ساتل دی. په وینا یې داسې کارونه په ١٥مه او ١٦مه پیړۍ کې په هرات کې د تیموریانو د واکمنۍ پرمهال دود و.
چشتي زیاته کړه چې: «کله چې خبره د فن او هنر شي، نو موږ نشو کولای کوم قیمت پرې کیږدو. خدای چې د دې کار مسئولیت زموږ پر غاړه کېښود، د پېسو پر ځای، دا موږ ته ډېره ارزښتمنه خبره ده.»
چشتي او نورو همکارانو یې د دې قرآني نسخې د هرې یوې پاڼې په یواځې لیکو باندې دوه ورځې کار کړی او که چیرته به ترې اشتباه وشوه، نو بېرته به یې کار له سره پیل کړ او د یوې پاڼې تیارېدل به له دوو ورځو هم زیات وخت ونیو.
هغو د دې قرآن په لیکلو کې، د نسخ خط کار کړی دی، چې د اسلام په لومړیو پېړیو کې راپېدا شو او د کوفي خط ځای یې ونیو.
د لیکلو سربېره، هره پاڼه مینیاتورې شوې هم ده او دا یې تر ټولو ستونزمن کار و چې هره پاڼه به یوه اونۍ یا له اونۍ زیاتره وخت نیوه.
پر ورېښمو باندې د قرآن د دغې نسخې د لیکلو او مینیاتورۍ رنگونه ټول له طبیعي موادو، لکه لاجورد، طلا، برونز او نورو موادو جوړ شوي دي.
د دغه کار مالي او نوري اړیني چاري د فیروزکوه په نوم یوې کلتوري موسسې لخوا ترسره شوي، یاده موسسه چې د کابل ښار په زړه سیمه، مرادخاني کې دفتر لري؛ کوښښ کوي د افغانستان د کلچر لرغوني هنرونه ژوندي وساتي. دغې موسسې څه موده مخکې د افغانستان د لاسي صنایعو یو نندارتون په واشنگټن ښار کې هم پرانیستی و.

شریک یي کړئ!