بریتانیا اعلان کړی چې د هغو هېوادونو ډلې سره یو ځای شوی چې د ښځو او نجونو د حقونو د نقض په اړه قضیه نړیوالې محکمې ته سپارلې ده.
د ښځو او برابرو حقونو وزیر، انلیس ډاډز، د بریتانیا په پارلمان کې وویل چې لندن د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لري.
نوموړې زیاته کړه چې بریتانیا په رسمي ډول د جنورۍ په ۹مه نېټه د دې پروژې ملاتړ اعلان کړی دی.
د SMART سازمان له بریتانوي حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې په طالبانو باندې زیات فشار واچوي څو د افغانستان د ښځو حقونه په رسمیت وپېژني او دوی ته د تعلیم او ټولنیز ژوند ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
ډاډز ټینګار وکړ: “موږ ټول ممکن وسیلې کاروو چې پر طالبانو فشار راوړو او د ښځو د حقونو په نړیواله کچه ملاتړ ته ژمن یو.”
بریتانیا، فرانسه، اسپانیا، مکسیکو، چیلي، کاناډا او څو نور هېوادونه د افغانستان د ښځو د حقونو د نقض قضیه نړیوالې محکمې ته وړاندې کړې ده.
دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو او نجونو د حقونو سیستماتیک نقض د نړیوالې ټولنې لپاره جدي چلنج ګرځېدلی دی. د نجونو د تعلیم بندیز، په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو د کار منع کول، او د دوی بشپړ حذف له ټولنیزو او سیاسي برخو څخه په ټوله نړۍ کې پراخې اندېښنې راپارولې دي.