برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۴ خرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

بدخشان کې د افغانستان له هوايي حریم څخه سرغړونه

د بدخشان ځايي سرچينې د دغه ولايت په اسمان کې د يوې بې پيلوټه الوتکې د ګزمې خبر ورکوي.


د بدخشان ولايت سيمه ييزو سرچينو د دغه ولايت په اسمان کې د بې پيلوټه الوتکې د الوتنې خبر ورکړی او ويې ويل چې دغې الوتکې د یکشنبې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې د ۴۰ دقیقو لپاره د بدخشان په اسمان کې ګزمه وکړه.

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې دغه الوتکه د کوم هېواد څخه د افغانستان فضا ته داخله شوې ده.

د بدخشان ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې په تېرو څو ورځو کې د هېواد په اسمان کې د نامعلومو بې پيلوټه الوتکو ګزمې زياتې شوې دي.

په څه کم دوو اونیو کې د پنجشیر، نیمروز او کندهار ولایتونو اسمان د بې پیلوټه الوتکو د ګزمو شاهدان وو.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د حمل په ١٢مه د دغو الوتکو د ګزمې په غبرګون کې ویلي، امريکا د افغانستان له هوايي حريم څخه سرغړونه کړې ده.

مجاهد زیاته کړه: دغه الوتکې بې له شکه په امریکا پورې اړه لري او له نږدې هیوادونو څخه افغانستان ته داخلیږي. ټول هېوادونه بايد په دې برخه کې خپل مسووليت وپيژني او د دغه يرغل مخه ونيسي.

په څه کم دوو اونیو کې د پنجشیر، نیمروز او کندهار ولایتونو اسمان د بې پیلوټه الوتکو د ګزمو شاهدان وو.

شریک یي کړئ!