برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بامیان ولایت ته د برېښنا رسونې د درې پروژو قراردادونه لاسلیک شول

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې نن له غرمې مخکې بامیان ولایت ته د برېښنا رسونې د درې پروژو قراردادونه لاسلیک شول.


په دغه مناسبت د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو او په ملي شورا کې د بامیان ولایت د استازو په ګډون جوړو شویو مراسمو کې، د افغانستان د برېښنا شرکت رئیس له هندي او چینايي کمپنیو KEC، شیماپاور او ام اس شي‌جیانګ پاور سره دغه قراردادونه لاسلیک کړل.

د یادونې وړ ده چې بامیان ولایت ته د ۱۸۰ کیلومترو په اوږدوالي او د ۴۳٬۸ میلیون ډالرو په ارزښت د ۳۰۰ میګاواټو په ظرفیت د دوشي سب‌سټیشن څخه تر بامیان ښار پورې د ۲۲۰ کیلوولټه لین غځولو قرارداد له هندي کمپنۍ KEC، د بامیان په دشت اژدر سیمه کې د ۱۱٬۶ میلیون ډالرو په ارزښت او د ۳۲ میګاواټو په ظرفیت ۲۰/۲۲۰ کیلو ولټه سب‌سټیشن جوړولو قرارداد له ام اس شي‌جیانګ پاور چینايي کمپنۍ او د ۲۴٬۱ میلیون ډالرو په ارزښت د بامیان ښار د برېښنا د لېږد شبکه چې په لومړیو کې به ۲۰ زره او په راتلونکې کې به ۳۵۰ زره کورنیو ته برېښنا رسوي له شیما پاور هندي کمپنۍ سره لاسلیک شو.

شریک یي کړئ!