برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۱ مرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

ایران کې د دریو دیني عالمانو د تروریستي برید په مناسبت د ذبیح الله مجاهد پیغام

د طالبانو ویاند د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران په مشهد ښار کې ترهګریز برید غندلی دی.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې دا کار په افغانستان او افغانانو پورې تړاو نه لري.

د راپورونو له مخې، یوه سړي د سه شنبې په ورځ (د وری۶مه) د شیعیانو د اتم امام د حرم په انګړ کې په درېیو دیني عالمانو د چړې په وسیله برید وکړ.

په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

ایراني چارواکو دا برید یو ترهګریز برید بللی دی.

ایراني سرچینې خبر ورکوي چې برید کوونکی ۲۱ کلن ازبک ټبره عبدالطیف مرادي نومیږی چې یو کال وړاندې د پاکستان له لارې ایران ته اوښتی دی.

شریک یي کړئ!