برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ایران او پاکستان کې دیره افغانان لوئې جرګې ته استازی لیږی

آریانانیوز: دافغانستان د سولې دعالی شورا ویندوی سید احسان طاهری په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، ددغې شورا لوړپوړی پلاوی چې دایران په سفر تللی ،په ایران کې له د یره افغان کډوالو له استازو سره ئې لیده کاته کړی ،څو دسولې په مشورتی لوئې جرګې کې د هغوی د استازو دشتون لپاره شرائط برابر کړی .


احسان طاهری دغه راز وئیلی دی ، په مشورتی جرګې کې به په پاکستان کې ددیره افغان کډوالو استازی هم شتون ولری .
ټاکل شوې ده ، دافغانستان د سولې مشورتی لویه جرګه له طالبانو ډلې سره د سولې دخبرواترو د بهیر دچټک کولو او هم ددغه بهیر په باب د ټولنې د بیلابیلو پرګنو د نظرونو دآوریدو لپاره دافغانستان حکومت ته د لارو چارو د وړاندې کولو او دسولې دبهیر د ارزولو لپاره په کابل کې کابو تر یوې میاشتې پورې ترسره شی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي