برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ فروردین , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

اوچا: لوېديځ بايد د افغانستان په اړه دوه مخي سياست پرېږدي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د هماهنګۍ دفتر وايي، لوېدیځ د افغانستان په اړه دوه مخي سیاستونه لري.


د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه راپور کې ویلي، سږ کال د افغانستان د بشردوستانه پروژو لپاره د دغه سازمان له خوا د اړتیا وړ درې میلیارده ډالرو څخه یوازې ۸۷ میلیونه ډالره برابر شوي دي، چې د ډېرو پروګرامونو دوام له خطر سره مخامخوي.

اوچا زياته کړه، لويديځ هېوادونه د دې پر ځاى چې له افغانستان سره مرسته وکړي، له اوکراين سره د مرستې لپاره ډېرې پيسې لګوي، چې په پايله کې به يې هم د افغانستان په څېر پرېږدي.

اوچا دغه راز اعلان وکړ چې د افغانستان حاشیې ته وړل د بشری حقوقو په ډګر کښې د لویدیځو هیوادونو د دوه مخی سیاست ښودنه کوی.

بايد يادونه وشي، چې افغانستان ته د بشري مرستو په برخه کې د پام وړ کمښت ميليونونه خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ کړي دي.

شریک یي کړئ!