برخه -څانګه : afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۴ آبان , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

اوچا: له پاکستان څخه د ایستل شویو کډوالو ۶۰ سلنه ماشومان دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ ادارې اعلان کړی، چې له پاکستانه د ایستل شویو افغانانو۶۰ سلنه ماشومان دي.


د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له پاکستانه راستانه شوي کډوال په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي او عاجلو مرستو ته سخته اړتیا لري.

دغه نړیوال سازمان د راستنیدونکو ماشومانو وضعیت “مایوسونکی” بللی.

د اوچا د څرګندونو له مخې، دغه هېواد ته د ننوتو له ۶۰ سلنې ډېر ماشومان دي. د دوی وضعیت د اندیښنې وړ دی، ډیری یې د ورځو لپاره سفر کړی، دا معلومه نه ده چې دوی به چیرته راستانه شي.

دا بیان وروسته له هغه خپور شو، چې د ملګرو ملتونو یوه چارواکي ډانیل انډرس د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په پوله کې له راستانه شویو افغانانو سره وکتل.

په همدې حال کې د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) ویلي چې د تورخم او چمن له لارې د ایستل شویو افغانانو شمیر ورځ په ورځ زیاتیږي.

د دغه سازمان په وینا له پاکستان څخه د ایستل شویو کډوالو د وضعیت د رسېدګۍ لپاره عاجلو بشري مرستو ته اړتیا ده.

باید یادونه وشي چې د اکتوبر په لومړیو کې د پاکستان حکومت د ۱.۷ میلیونه افغانانو په ګډون د غیرقانونی کډوالو د ایستلو امر وکړ.

طالبانو اعلان کړی، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستلو د بهیر له پیل راهیسې تر ۲۰۰ زره ډېر افغانان هېواد ته راستانه شوي او یا هم شړل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي