برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۵ تیر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

اوتونبایوا: موږ د طالبانو په رسمیت پېژندلو اراده نه لرو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پلاوي مشر څرګنده کړه چې په دوحه کې دریمه ناسته له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په هدف نه ده.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا ویلي، په دوحه کې د درېیمې ناستې موخه طالبانو ته مشروعیت ورکول یا له هغوی سره د اړیکو عادي کول نه دي، بلکې د افغانستان د مسلو د حل په موخه ناسته ده.

اوتونبایوا وویل: د ټولو هېوادونو ځانګړي استازي به د لومړي ځل لپاره له طالبانو سره مخامخ وګوري او دا استازي به طالبانو ته ووايي چې داسې نه کېږي، موږ بايد د ښوونځي د مېز تر شا د ښځو شتون وګورو او هغوی ته د کار اجازه هم ورکړو.

هغه زیاته کړه، چې د دوحې په غونډه کې به له خصوصي سکتور سره پر مرستو، بانکدارۍ او د افغان بزګرانو لپاره د بدیل معیشت په اړه خبرې وشي.

هغه زیاته کړه چې د دوحې په غونډه کې به له خصوصي سکتور سره د مرستو، بانکونو او د افغان بزګرانو لپاره د بدیل معیشت په اړه خبرې وشي.

د یوناما مشرې همداراز ټینګار کړی، چې طالبانو د امنیت، کرنې او روغتیا په برخو کې له نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه کړې، خو د ښځو او نجونو د زده کړو د امکانو په اړه د طالبانو د نظر بدلول د نړیوالې ټولنې د مرستې شرط دی.

شریک یي کړئ!